
ایکنانیوز د «صدی البلد» له قوله راپور راکړ، الازهر اسلامي مرکز په یوې اعلامیې کې کې دسورئې په حمص ولایت کې د خدای د یوه کور په نښه کول، چې د جمعې د لمانځه پر مهال ترسره شوی او د یو شمېر سوریاوالو د شهادت او ټپي کېدو لامل شول، وغندل.
په بیان کې راغلي دي: دا ترهګریز جنایت د انسانانو د ژوند په ارزښت سترګې پټول او د عبادتځایونو سپکاوی څرګندوي، او دا ښئي چې عاملان ئې له دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو ډېر لیرې دي.
الازهر ټینګار کړی چې د دې جنایت عاملان، د انسان د ژوند ارزښت ته په ښکاره بېپامي سره، داسې وحشیتوب ته مخه کړې ده ، چې د ټولنو امنیت او ثبات په جدی توګه ګواښي.
په بیانیې کې د سورئې ولس ته د تسلیت تر څنګ له سوریاوالو غوښتنه شوې چې د بېلابېلو مذهبونو او فرقو له ډولوالي سره سرهدې ، ددې سپيرې دسیسې پر وړاندې خپل یووالی او پيوستون وساتي، داسې دسیسه چې د کورني امنیت او ثبات د له منځه وړلو او د ګډوډۍ د خپرولو هڅه کوي.
د مصر مفتي، نظیر عیاد، هم په حمص کې د امام علي (ع) پر جومات د ترهګریز برید په غندنه کې وویل: د خدای په کورونو کې پر لمونځ کوونکو برید، د دې ځایونو له حرمت څخه ښکاره سرغړونه ده او د اسماني دینونو له لارښوونو سره ټکر لري، ځکه چې ټول دینونه د انسان د وینې حرمت او د عبادتځایونو ساتنه ټینګاروي.
وړمه شپه هغه ډلې چې ځان ته ئې «سرایا انصارالسنه» نوم ورکړی، د حمص د وادي الذهب په سیمې کې د امام علي (ع) پر جومات د چاودنې مسئولیت پر غاړه واخیست.
دغې تکفیري ډلې د سورئې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی. سرایا انصارالسنه تر دې وړاندې د جون په میاشت کې هم د دمشق پر یوې کلیسا برید منلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د موقته حکومت دکورنیو چارو وزیر، حمزه المصطفی، په حمص کې د ترهګریز عملیاتو مسئولیت داعش ته منسوب کړی و.
خبري سرچینو خبر ورکړی چې د دې ترهګریزې چاودنې له امله، چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه، اته کسان شهیدان شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.البته ځينو سرچینو د شهیدانو شمیر ۲۱ تنه ښودلې دی.
https://iqna.ir/fa/news/4325195